انصار: ( دغبرګولی ۲۴مه)، د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له پاکستان او ایران څخه د شاوخوا څلور زره افغان کډوالو د ایستلو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ۳۴۳۷ افغان کډوال له ایران او ۲۷۵ له پاکستانه ایستل شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه راستانه شوي کډوال د زمري په ۲۲مه هېواد ته داخل شول.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، ياد شوي کډوال د اسلام کلا، تورخم او سپين بولدک د پولو له لارې له شړلو وروسته هېواد ته داخل شوي دي.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ ډیره شوې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32043